Posts

Showing posts from February, 2021

د تحقیق لپاره د موضوع انتخابول

Image
د لوړ کيفيت څيړنيزي موضوع غوره کول نو بالاخره تاسو د خپل سند پای ته نږدې شوي استی او اوس وخت راورسيد چې د خپل تزس لپاره  يوه مناسبه موضوع پيدا کړئ. يا شايد تاسو د خپل ( PHD ) د تحقيق په وړانديز پيل کوی او د خپل غوښتنليك د وړانديز لپاره د تحقيق يوه مناسبه ساحه پيدا کول غواړی . په هر صورت ، که تاسې دا مقاله لولی نو په ښکاره توګه له ځان څخه پوښتنه کو ی چې د ځمکې پر مخ بايد څنګه د يوې مناسبې څېړنېزې موضوع د موندلو په اړه پلټنه وکړم؟ د تحقيق لپاره د يوي ښه موضوع پيدا کول د محصلينو لپاره له مهمو پريکړو څخه ده ځېني محصلين په دې برخه کې ډير وخت لګوي ترڅو يوه ښه موضوع پيدا کړي. په دې مقاله کې به تاسو ته په مستقيمه توګه يوه پروسه وړاندې کيږي چې ۶ پړاوه لري. او په تعقيب کولو سره يې تاسو ډاډ ترلاسه کولی شئ چې په اخر کې به مو يوه ښه موضوع انتخاب کړي وي او همدرانګه کولی شئ چې په منظم ډول د تحقيق پوښتني ترتيب کړئ. د تحقيق موضوع د تحقيق د مسلی او د تحقيق د پويتنو پوري اړه لري.  ضروري نه ده چې تاسو په خپله رشته کې يو نوی علم را منځته کړی بلکه کولی شئ چې په هغه موضوع ګانو بجث ...