د تحقیق لپاره د موضوع انتخابول

د لوړ کيفيت څيړنيزي موضوع غوره کول

نو بالاخره تاسو د خپل سند پای ته نږدې شوي استی او اوس وخت راورسيد چې د خپل تزس لپاره  يوه مناسبه موضوع پيدا کړئ. يا شايد تاسو د خپل (PHD) د تحقيق په وړانديز پيل کوی او د خپل غوښتنليك د وړانديز لپاره د تحقيق يوه مناسبه ساحه پيدا کول غواړی. په هر صورت ، که تاسې دا مقاله لولی نو په ښکاره توګه له ځان څخه پوښتنه کوی چې د ځمکې پر مخ بايد څنګه د يوې مناسبې څېړنېزې موضوع د موندلو په اړه پلټنه وکړم؟ د تحقيق لپاره د يوي ښه موضوع پيدا کول د محصلينو لپاره له مهمو پريکړو څخه ده ځېني محصلين په دې برخه کې ډير وخت لګوي ترڅو يوه ښه موضوع پيدا کړي.

په دې مقاله کې به تاسو ته په مستقيمه توګه يوه پروسه وړاندې کيږي چې ۶ پړاوه لري. او په تعقيب کولو سره يې تاسو ډاډ ترلاسه کولی شئ چې په اخر کې به مو يوه ښه موضوع انتخاب کړي وي او همدرانګه کولی شئ چې په منظم ډول د تحقيق پوښتني ترتيب کړئ.

د تحقيق موضوع د تحقيق د مسلی او د تحقيق د پويتنو پوري اړه لري.  ضروري نه ده چې تاسو په خپله رشته کې يو نوی علم را منځته کړی بلکه کولی شئ چې په هغه موضوع ګانو بجث وکړئ په کومي موضوع ګانې چې د بحث لاندې وي او يا په هغه موضوع ګانو باندې رڼا واچوی په کومو چې بايد بحث وشي. نو له دې ځايه ويلو شو چې مونږ بايد د تحقيق د پوښتنو په اړه فکر وکړو نه د تحقيق د موضوعاتو په اړه.

د موضوع د انتخابولو پړاونه په لاندې ډول دي.


لومړی پړاو(د څيړنې د پروسي په اړه پوهه ترلاسه کړئ)

کيدی شي چې دا موضوع تاسو ته ډيره ساده ښکاره شي خو ډيره مهمه او اساسي موضوع ده. په هر پوهنتون کې د څيړنې پروسه فرق لري نو په دې خاطر دا اړينه ده چې د هغه پوهنتون د څيړنې د پروسي په اړه لازم معلومات ولولئ لکه د څيړنو د رهنما کتاب، يا هغه معلومات چې د هغوی په ويب پاڼو باندې پراته وي.

د دې پروسي ترسره کولو لپاره دوه مهم دلايل شتون لري.

1.     مخکي له دې چې تاسو د نظرياتو پروسي ته چې په هغه کې موضوع انتخابيږي داخل شی بايد د څيړڼې د پروسي، د څيړنې ميتودونو او د تحليل ميتودونو په اړه لومړنی پوهه ولرئ. که چيرته تاسو د څيړنو د ميتودونو لکه کمي(Quantitative)، کيفي(Qualitative) او يا مختلطه(Mixed) ميتودونو په اړه معلومات ونلرئ نو ممکنه ده چې په خپله موضوع هم پوه نه شئ. همدا رنګه اړينه ده چې د نمونه ګيری بېلا بېل ميتودونه وپيژنئ.

2.     ځينې پوهنتونونه د تحقيق کولو لپاره ځانګړي اړتياوي لري لکه : د موضوع اصليت، د ټکو شمير، د ارقامو(data) اړتيا، اخلاقي تعقيب، ميتود او داسي نور. که چيرته تاسو د دې شيانو په اړه پوره معلومات ونلرئ نو کيدی شي داسي يوه موضوع انتخاب کړئ چې هغه پوهنتون ته د قبليدو وړ نه وي.

که چيرته تاسو د تحقيق د پروسي په اړه پوهنتون کافي اندازه معلومات در نه کړي نو کولی شئ چې په انلاين بڼه له انټرنيټ څخه په استفاده د تحقيق د ميتودونو په اړه معلومات پيدا کړئ.

دويم پړاو (د پخوانيو تيزسونو څخه بيا کتنه وکړئ)

دا چې په ډيرو موضوعاتو کې له مخکې نه تحقيقات شوي دي نو هغه ټول تحقيقات د تحقيق له پروسي څخه تير شوي دي. کولی شئ چې د خپل ځان د پوهيدلو لپاره تري ګټه واخلئ. پخوانې تيزسونو تاسو سره هر اړخيزه مرسته کولی شي لکه : د مآخذونو شمير بايد څومره وي، ماخذونو ته بيا کتنه(Literature review) بايد څه ډول وي يا هم تاسو کوم ډول ميتودونه کارولی شئ. د پخوانو تيزسونو کتلو په وخت کې له ځان څخه لاندې پوښتني وکړئ.

·         مقالو کوم ډول موضوع رانغاړلي ده او څنګه يې يوه موضوع په پښتنو بدله کړي ده؟

·        موضوعات څومره پراخه او يا محدود  دي؟

·        ايا موضوعات نوي وو او که په شته موضوعاتو کې يو څه اضافه والی شوی دی؟

·        په کومه اندازه مآخذونه يې کارولي؟

·        ایا ډير مهم موضوعات يې پکې رانغاړلي دي چې د خلکو لپاره ګتور دي؟

·        کوم ډول تحقيق ميتودونه يې کارولي؟

·        د ارقامو تحليل يې په څه ډول کړی او بيا يې څنګه د بحث لاندې راوستي؟

 

دريم پړاو  (د مآخذونو په کتلو سره د موضوع د تخليق د پروسي پيل)

اوس چې تاسو د تحقيق د پروسي سره اشنا شوی او په دې وپوهيدلی چې يوه ښه تحقيق په څه شکل وي نو کولی شئ چې د موضوع د تخليق کولو لپاره د تخليق پروسه يا Ideation process پيل کړئ. د يوي موضوع د پيدا کولو لپاره اړينه ده چې د هغه موضوع په برخه کې شوي علمي څيړنو ته بيا کتنه وکړئ او په هغه ځای کې چې خلا ليدل کيږي کولو شئ چې د خپل تحقيق په وسيله يې پوره او يا هم يو څه ور اضافه کړئ.

دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې د څيړنو لوستل له کوم ځای څخه پيل کړو؟

د هغه مضمونونو سره پيل وکړئ چې تاسو ورسره ډيره علاقه لرئ او په هغه کې ښه پوهيږی. د مثال په ډول هغه مضمون چې تاسو پکې کومه ښه پروژه ترسره کړي وي يا مو په امتحان کې ښه نمري اخیستي وي او يا مو په هغه مضمون کې کورنۍ دندي ډيري ترسره کړي وي. او بيا په هغه مضمون کې په يو مشخصه برخه کې فکر وکړئ د مثال په ډول د بازار موندنې په برخه کې کيدی شي تاسو ته د (اداري باور) يوه جالبه موضوع وي يا هم د ډیټابيس په برخه کې د ارقامو کيندنه يا Data mining يوه جالبه برخه وي.  دهغه موضوعاتو ليسټ له ځان سره جوړ کړئ د کومو سره چې تاسو مينه لرئ او هم پکې پوهيږئ. که چيرته تاسو داسي کومه موضوع انتخاب کړه چې له هغه سره ډيره علاقه نه لرئ نو کيدی شي چې په ښه ډول موضوع سرته ونه رسوئ.

له دې وروسته چې تاسو یوه ځانګړي برخه انتخاب کړئ بايد پوه شئ چې په دغه برخه کې تر اوسه پوري څومره کار شوی ؟ بايد پوه شئ چې په دغه برخه کې کوم علمي بحث روان دی؟ کومې تحقيقي پوښتني  ندي ځواب شوي؟ د تحقيق هغه پوښتنې چې نه دي ځواب شوي د تحقيق لپاره يوه ښه موضوع کيدلی شي. په پورته ذکر شوي خبرو باندې د پوهيدلو لپاره د تحقيق مقالي لوستل ډيره مرسته کولی شي.

د موضوعاتو په باره کې د لوستلو لپاره کولی شئ چې موضوع په www.scholar.google.com کويب پاڼه کې ولټوی او په اړه يې مقالي پيدا کړی. لږ تر لږه بايد ۵ مقالي په يوه موضوع کې ولولئ چې موده يې له تيرو ۵ کلونو څخه زياته نه وي او لږ تر لږه ۵ حوالي(Citations) ولري.  که چيرته د مقالو په پيدا کولو کې مو ستونزه لرله نو کولی شی چې د يوي مقالي په اخر کې له ورکړل شوي مآخذونو څخه ګټه واخلئ او د هغه موضوع سره ورته مقالي پکې پيدا کړی.

د مقالو د لوستلو په وخت کې ستاسو يوازينۍ هدف بايد په دې موضوع ځان پوه کول وي چې ساسو د خوښې په موضوع کې څومره او څه ډول کار شوی. او په دې وخت کې بايد د موضوع له انتخابولو څخه ډډه وکړئ. د مقالو د لوستلو په وخت کې وګورئ چې خلکو څه ډول پوښتني ودرولي او په څه ډول يې ځواب کړي دي؟ دا چې بېلا بېلو خلکو په دغه موضوعاتو سره اړوند خپلي څیړنې کړي دي نو دوی په کومو خبرو سره اتفاق کړی او تر دې هم ډيره مهمه دا چې په کومو خبرو کې سره مخالفت لري؟ د څيړونکو د مخالفت ساحه د تحقيق لپاره زمينه برابرولی شي.

هر کله چې تاسو په دې پوه شوی چې تحقيق د يو بحٍث په شکل دی او په دې بحث کې بېلا بېلي ډلي په بېلا بېلو موضوعاتو بحث کوي نو کيدی شي چې په ښه تحقيق کولو کې درسره ډيره مرسته وکړي.

څلورم پړاو (د تحقيق پوښتنو/موضوع معلومول)

دا چې تاسو اوس د خپلي خوښي موضوع اړوند علمي مقالي ولوستي او په موضوع کې ترسره کړی شوي څیړنو په اړه پوره معلومات لری اوس نو د تحقيقي پوښتنو د جوړولو وخت رارسيدلی دې.  خو اول بايد په دې خبره پوه شو چې تحقيق ولي کيږي؟ تحقيقات د دې لپاره ترسره کيږي چې نوي معلومات پيدا کړو، يا موجود معلومات نورهم پياوړي شي، يا د يوي ادعا صحت وکتلی شي، يا د انسانانو ستونزو ته يو حل پيدا شي اوداسي نور.  د تحقيق د پوښتنو د جوړولو لپاره له دري لارو څخه ګټه اخیستلی شو. په ياد ولری چې مونږ کولی شو چې له دري واړو لارو څخه په يو وخت کې ګټه واخلوکړو.

لومړی طريقه: د ډيری کيفيت لرونکي ژورنالو د مقالو په پای کې يوه برخه د نورو څيړنو يا Further Research  په نوم پيدا کولی شئ. په دې برخه کې څيړونکي دا په واضح ډول بيانوي چې د همدې څيړنې په ادامه نور په کومه برخه کې نورو څيړنو ته اړتيا شته دی. نو ، په لازمي ډول ، هره ژورنال مقاله تاسو ته د احتمالي څیړنې فرصتونو ليست وړاندې کوي. خو کيدی شي چې په وړاندې شويو څيړنو کې يې يو څه ستاسو د خوښي وي او د عملي کولو امکان ولري. په هرصورت ، د دې لارې د کارولو ګټه دا ده چې تاسو به د دې وړ وئ چې واقعي اصلي او معنی لرونکې څیړنې موضوع ومومئ (کوم چې د PHD - کچې څیړنو لپاره خورا مهم دی). د دې طريقي د کارولو په وخت کې بايد تاسو د مقالي د چاپيدو نېټې ته پام وکړئ، که چيري مقاله ډيره پخوانۍ وي نو کيدی شي چې په هغې کې وړاندې شوي څيړنو باندې نورو خلکو کار کړی وي.

دويمه طريقه( تآسيس شوي تيوري په يو نوي او بدل چاپيريال کې واچوی):

دويمه تګ لاره دا ده چې مونږ يوه جوړه شوي تيوري په يو نوي او بدل چاپيريا کې وګورو. د مثال په توګه ، د باور پخوانيو (فکتورنو) په اړه تيوري خورا ښه رامينځته شوې ، مګر ممکن په ځانګړي ملي شرايطو يا صنعت کې ځانګړي فکتورونه شتون ولري. د مثال په توګه ،( د مالي خدماتو په صنعت کې د باور فکتورونه).  همدارنګه  د مثال په ډول يوه بله تيوري وجود لري چې ؛؛د ټولو ماشومانو ذهني وده په ټولو ځايونو کې يو رقم ده؛؛ اوس دغه موضوع مونږکولی شو چې په یو ځانګړي محيط کې وڅيړو  دمثال په ډول ؛؛ په هغه فاميلونو کې د ماشومانو ذهني وده چې په هغې د ماشومانو شمير له ۱۵ څخه زيات وي ؛؛

که چيرته په دغه ځانګړي قرينه کې او يا هم په ځانګړي محلي شرايطو کې دغه څيړنه نه وي ترسره شوي نو او دا باور هم شتون ولري چې په دغه شرايطو کې مانا لرونکې توپيرونه شتون لري نو تاسو کولی شئ چې په جوړه شوي تيوري باندې د يوي ځانکړي زاويې څخه څيړنه ترسره کړئ.

دريمه طريقه: دريمه طريقه دا ده چې له ځان سره فکر وکړو او د موضوع په اړه بېلا بېلي تخقيقي پوښتني وليکو. په دې طريقه ټولي هغه مفکوري چې ستاسو ذهن ته راځي د يو ليسټ په شکل وليکئ که څه هم دغه مفکوري د تطبيق وړ نه وي بايد ټولي له ځان سره ليسټ کړئ. هر کله چې تاسو مفکوري له ځان سره وليکلي اوس نو دغه مفکوري په پوښتنو بدلي کړئ. او د بېلا بېلاو فکتورونو ترمنځ رابطو باندې ځان پوه کړئ، د مثال په ډول.

·        د X,Y او Z تر منځ څه رابطه وجود لري؟

·        د کومو فکتورونو په وسيله په X کې تغيرات راځي؟

·        د Y نتيجه به څه وي؟

·        د Z  لپاره کوم فکتورونه ګټور کیدی شي؟

د موضوعاتو ليسټ او يا هم د مسلو ليسټ په خپلو الفاظو کې بيا وليکئ، په دې وخت کې کيدی شي چې له يوي موضوع څخه څو پوښتني جوړي شي. دغه پوښتني کيدی شي چې د مسلي فرعي پوښتني شي او يا هم هره پوښتنه په جلا ډول يوه نوي موضوع وګرځي. په دې کار سره کيدی شي چې ستاسو جوړ کړی شوی ليسټ ډير لوی شي خو دا کومه بده خبره نه ده او نه بايد تاسو په دې وخت کې د خپلو موضوعاتو ارزونه وکړئ. هر څومره چې کيدی شي موضوعات د پاڼې پر مخ ليسټ کړئ.

 

يوځل چې تاسو د کاغذ په مخ باندې يو يا څو موضوعات او پوښتنې ترلاسه کړې ، بيا د هغه موضوعاتو په اړه علمي منابع وګورئ چې ايا دا موضوع کومي موجودې څيړنې خو نده ترسره کړي؟ دا چې تاسو کار له صفر څخه پيل کړی، نو امکان شتون لري چې تاسو د مقالو د لټون په وخت کې دغه موضوعات نه وي کتلي نو په دې اساس د دې مرحلې بياکتنه مهمه ده ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د هر نظر يا موضوع لپاره د اړونده  څيړنو سره آشنا يې. 

 

پنځم پړاو( د جوړ شوي ليسټ ارزيابې او لنډول)

تر دې پړاوه تاسو بايد د موضوعاتو يو ښه ليسټ ولرئ. د يو څو ورځو لپاره خپل مغز ارامه کړئ او د نورو موضوعاتو په اړه فکر مه کوئ ځکه چې اوس وخت رارسيدلی دې چې تاسو موضوع انتخاب کړئ.  د لږي دمي نه وروسته بيا خپل ليسټ ته مراجعه وکړئ او وګورئ چې ايا په ليسټ کې داسي کومه موضوع شته دی چې همدا اوس بايد لري شي. کيدی شي تاسو نه غواړئ چې په ليسټ کې د موجودو موضوع ګانو څخه په يوه موضوع کار وکړئ يا شايد موضوع خورا پراخه وي. يا شايد ټولي علمي څيړنې چې په دغه موضوع کې تاسو وليدي 30 کاله پخوانۍ وي او تاسو انديښمن اوسی ممکن دا يوه ښکلې عصري مسله نه وي يا شايد دا موضوع دومره تحقيق شوې وي چې تاسو به د نوي څه ورزياتولو توان ونلرئ. همدارنګه کيدی شې چې ستاسو په ليسټ کې ځينې موضوع ګانې سره ورته وي او ډير مشابهت ولري نو کولی شئ چې له هغو موضوعاتو څخه يوه موضوع جوړه کړئ.

د خپل جوړ شوي ليسټ څخه ۵ هغه موضوعات انتخاب کړئ چې ستاسو لپاره ډير جالب وي او ښه پکې پوهيږئ. د ۵ موضوعاتو د انتخابولو نه وروسته هره موضوع د لاندې معيارونو په نظر کې نيولو سره ارزيابې کړئ.

د څيړنې پوښتني (Research Questions):

د څيړنې اصلي پوښتنه او فرعي پوښتني يا (supporting sub Question) کومې دې. که چيرته تاسو په موضوع کې په واضح او لنډ ډول دا دواړه نه شئ تعينولی نو په دې مانا چې تاسو په موضوع پوره نه پوهيږی او د موضوع په اړه مو سم فکر نه دی کړی.

اصليت (Originality):

لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې د يوي موضوع اصليت خورا مهم دی خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو په بشپړ ډول يو نوی علم رامنځنه کړی، خو بايد په دې اړه فکر وکړئ چې ايا ستاسو د تحقيق موضوع کوم نوخت لري او که نه.

اهميت (Importance):

ايا هغه موضوع چې تاسو يې انتخابوی يوه ډيره مهمه موضوع ده او که يوازي په لوستلو کې ښه ښکاريږي؟ که چيرته دا موضوع مهمه وي نو بايد وويل شې چې ولي مهمه ده؟ ستاسو د پوښتنو له جواب څخه به څوک ګټه واخيستلی شي؟ د خپلي څيړنې توجيه کول د څيړنې په وړانديز کې مهم رول لوبوي. نو په دې خاطر دا مهمه ده چې د اهميت په برخه کې يو قناعت ورکوونکی ځواب ولری.

د ارقامو اړتياوي (Data Requirements):

د خپلو کليدي پوښتنو د ځوابولو لپاره تاسو د کوم ډول ډيټا لاسرسی ته اړتيا لرئ؟  تاسو د خپلو پوښتنو د ځوابولو لپاره کوم ډول ميتودونو ته اړتيا لرئ؟ په دې مرحله کې ضروري نه ده چې تاسو د خپلي موضوع لپاره په بشپړ ډول د تحقيق طرحه (Research Design) وټاکئ خو حد اقل دومره بايد پوه شئ چې کوم ډول ميتود ته اړتيا پيدا کيدلی شي.

همدار رنګه تاسو بايد وګورئ چې د څيړنې په ټاکلي موده کې د ارقامو راټولول څومره امکان لري؟  ايا تاسو د دغه ارقامو د راټولو لپاره په کافي اندازه مهارت او منابع لرئ؟ د مثال په ډول که چيرته ستاسوموضوع لږ تر لږه د ۱۰۰ نفرو سروي ته اړتيا لري نو ايا تاسو کولی شئ چې په ټاکلي موده کې په ښه شکل سره دغه سروي ګانې ترسره کړئ؟

اوس مو خپل موضوعات له ۵ څخه ۳ ته راولئ او د هري موضوع لپاره لاندې پوښتني جواب کړئ.

·        دا څيړنه د څه په اړه ده ؟ څیړنې ته یو عنوان وټاکئ خو بايد د لغاتونو شمير یې له ۱۵ څخه ډیر نه وي.

·        دا څيړنه ولي مهمه ده؟

·        دا څيړنه به څنګه ترسره کوئ؟ له کومو ميتودونو څخه به ګټه اخلئ؟

د هري پوښتني د ځواب لپاره يو پارګراف وليکئ. او وروسته بيا دغه موضوع ګانې له داسي اشخاصو سره شريکې کړئ چې هغوی درته ښه مشوره درکولی شي. خپله موضوع او د موضوع اهميت ورته بيان کړئ. د هغوی نظرونه راټول کړئ او له ځان څخه وپوښتئ چې کومه موضوع هغوی ته ښه ښکاره شوه او ولي؟

شپږم پړاو (فيصله کول)

هغه موضوع انتخاب کړئ چې په هغه کې تاسو هم بر لاسي يې او د نورو خلکو مشوره هم پکې وي، هيره دې نه وي چې تاسو بايد مشوره د هغه خلکو سره وکړئ چې په ټاکلي برخه کې وپوهيږي. کله چې تاسو يوه موضوع انتخاب کړئ نو بيا د هغي د بدلولو کوشش مه کوئ. اوس نو تاسو کولی شئ چې په انتخاب شوي موضوع کار شروع کړئ. په خپله فيصله باوري اوسيږئ.

نتيجه:

د تحقيق موضوع د انتخابولو لپاره هيڅ کومه لنډه لاره نشته دی. د يوي موضوع په اړه که چيرته پوره مطالعه ونکړئ نو هميشه به خپلي موضوع څخه په دفاع کولو کې شتونزه لرئ. هر کله چې ستاسو تحقيق ارزيابي کيږي نو د ارزيابئ کميټي لخوا ستاسو د موضوع اصليت ليدل کيږي.

مآخذونه

 Lei, Simon A. "Strategies for finding and selecting an ideal thesis or dissertation topic: a review of literature." College Student Journal, vol. 43, no. 4, 2009, p. 1324+.

Jansen, C. O. D. (n.d.). How To Find/Choose A High-Quality Research Topic. Retrieved February 2, 2021, from https://gradcoach.com/how-to-find-choose-dissertation-topic/

منصوري, د. ا. م. (1395). په ټولنیزو علومو کې د څيړنو مبادي او طريقي.

Bhatti, Junaid & Akhtar, Umbreen & Raza, Syed Ahsan & Ejaz, Kiran. (2012). Selecting a research topic. JPMA. The Journal of the Pakistan Medical Association. 62. 184-6.

 ----------------------------

اعجازاحمدخپلواک

Comments

Popular posts from this blog

Search Engine Optimization (SEO) څه ته وایي؟