Search Engine Optimization (SEO) څه ته وایي؟

 

Search Engine Optimization (SEO) څه ته وایي؟

SEO  یوه عملیه ده چې چې په لټون انجنو کې د یوې وېب پاڼې د پیدا کولو او د هغې د لید ښه کولو په موخه ترسره کېږي. د search engine  یا د لټون انجن یو څو نمونې په لاندې ډول دي.

·      Google.com

·      Ask.com

·      Yahoo.com

·      Yandex.com

هر  کله چې تاسو د یو موضوع په اړه په انټرنيټ کې تحقیق او لټنه کوی تاسو له search engine  څخه ګټه اخلئ. د یو تحقیق له مخې ۹۳٪ خلک د ګوګل د لومړی پاڼې څخه مخکې نه ځي او خپل معلومات د سرچ انجن په لومړی پاڼه کې ګوري. نو که چيرې تاسو غواړئ چې ستاسو ويب پاڼه په سرچ انجن کې  ډیر خلک وګورې نو تاسو اړتیا لرئ چې د Search engine optimization  موضوع باندې پوه شئ.

مخکې له دې چې په دې پوه شو  چې یو لټون انجن څه ډول کارو کوي ځینې اسطلاحات تعریفوو.

1.   کراولر(crawler) : کرالر یو سافتویر دی چې د لټون انجنونو لخوا د انټرنیټ څخه د معلوماتو راټولولو لپاره کارول کیږي. کله چې یو کراولر یوې ویب پاڼې ته مراجعه کوي، دا د ویب پاڼې ټول محتويات (لکه متن) انتخابوي او او په ډیټابیس کې یې ذخیره کوي.  او  د په ویب پاڼه کې ټول داخلي او خارجي لینکونه هم له ځان سره ساتي.

سرچ انجن  څه ډول کار کوي؟

 

 په پورته شکل کې لیدل کېږي چې لومړی کراولر د ویب پاڼو څخه ځینې مالومات اخلي او هغه په یو ډېټابېس کې ساتي. په دغه ډېټابېس کې معلومات کوم ترتیب نه لري او ټولې ویب پاڼې په یوځای کې ذخیره وي ، چې بیا د اندیکسر(indexer) په وسیله هره ویب پاڼه د په خپله کتو ګري کې اچول کېږي.  کېدای شي چې په یوه کتو ګري کې ډېرې ویب پاڼې وي، د مثال په ډول د خبرونو ویب پاڼې نو کله چې مونږ د خبرونو په اړه په ګوګل کې لټون کوو نو بېلابېلې پاڼې په ترتیب سره مونږ ته خول کېږي چې دغه د پاڼو په  ترتیب سره ښودل د Ranking Algorithm وظیفه ده.

 what is SEO?

 

 

 

 

 

Comments

Popular posts from this blog

د تحقیق لپاره د موضوع انتخابول